top of page

څه به وشي که زما دوه کلنه ویزه ختمه شي

که تاسي افغان یاست او د۲۰۲۱ کال اګست میاشې وروسته امریکې ته راغلي یاست، نو تاسو ته دو کلنه بشردوستانه ویزه درکول شوې ده. یاده ویزه، په امریکې که د لنډې مودې اوسېدني او کار کولو لپاره ده. وروسته له دې چې ستاسو ویزه ختمه شي، دا چې ستاسو سرنوشت به څنکه کېږي، ستاسو خپګان په دې اړه پر ځای دی.  دغه لیکنه ستاسو د پوښتنو د ځواب او مشورې په موخه لیکل شوې ده.

Parole Expiration Concerns

Answers to common questions about your parole status and what you can do.

Basic information about the USCIS Re-Parole process and what to expect.

Click here for assistance with an asylum application if:

1. Your parole has expired; and

2. You have not been issued re-parole; and

3. You do not have a pending asylum application.

Parole Expiration FAQ

آیا زه به بېرته افغانستان ته ولېږدول شم وروسته له هغې چې‌ زما دوه کلنه ویزه ختمه شي؟

·       وروسته له دې چې ویزه مو ختمه شوه، سم دستي له امریکې نه ایستل کېږی. کله چې ویزه مو ختمه شوه، که تاسي مخ کې بل کوم مهاجرتی حالت ته غوښتنه نه وي ورکړې، تاسي به د مهاجرتي حالت له نه شتون (بی اسناده) سره مخ شی. بې اسناده په دې معنا چې تاسي په امریکې کې د استوګنې لپاره هیڅ ډول مهاجرتي حالت نلری.

·       که چېري د بې اسنادی حالت سره مخ هم شی، تاسي سم دستي له امریکې نه ایستل کېږی. له دې لپاره چې تاسي وایستل شی، ستاسو د ایستلو یا ډیپورټ امر باید ورکول شي. خو له هغې مخ کې تاسي کولای شی چې له کډوالۍ قاضي غوښتنه وکړی چې تاسو ته په امریکې کې د استوګني اجازه درکړي.

·       هغه کسان چې د اسایلم، ګرین کارت او ټي-پي-ایس غوښتنلیکونه یې استولي دي، کولای شي تر هغې چې فیصله یې نه وي تر لاسه کړې په امریکا کې پاتي شي.

·       په یاد ولرئ، که چېري له پولیسو له خوا ودرول شی، یا هم وغواړی له امریکې دباندي سفر وکړی، سم دستي باید حقوقي مرسته وغواړئ.

آیا زه کولای شم وروسته له هغې چې زما دوه کلنه ویزه ختمه شي، کومکونه لکه فوټ اسټمپ او میدیکېټ تر لاسه کړم؟

·       که تاسي خپل د دوه کلنې ویزې یا بشردوستانه ویزې تمدید تر لاسه نکړی، ستاسو د ویزې له ختمیدو وروسته، ستاسو کومکونه به په میزوری ایالت کې بند شي.

·       تاسي کولای شی خپل د کومکونو وضعیت په دغه ویبسایت کې وګورئ. له دې لپاره، تاسي باید د سوشیل شمېره او د زېږدنې نیټه له ځان سره ولری. https://apps.dss.mo.gov/BenefitReview/BenefitSummary.aspx

·       مخ کې له دې چې کومکونه در باندي بند شي، تاسي پاید سر له اوسه هر څه پلان کړئ. که ستاسو کورنۍ میدیکېټ لري، بېړه وکړئ او ضروري اپاینمنټونه تر سره کړئ او واکسینونه تر لاسه کړئ.

که زما دوه کلنه بشردوستانه ویزه ختمه شي، آیا زه کولای شم چې د بل کډوالۍ حالت غوښتنه وکړم؟ آیا زما د ویزې ختمېدل، زما پر اوسنی قضیې بده اغیزه کولای شي؟

·       ستاسو د دوه کلنې ویزې ختمېدل، ستاسو پر نورو غوښتنلیکونو  لکه کام-اپروول، اسایلم، ګرین کارت او ټي-پي-ایس څه اغېزه نلري.

·       که چېري تاسي خپل د اسایلم غوښتنلیک تر اوسه نه وي استولی، تاسي کولای شی مخ کې له دې چې اوسنی دوه کلنه ویزه مو ختمه شي یا تر هغې وروسته د شپږ میاشتو په موده کې یې واستوی. که چېری تاسي ځند وکړی او د شپږ میاشتو په موده کې خپل اسایلم و نه لېږی، تاسي به بیا هیڅ کله و نشی کولای چې د اسایلم  غوښتنه وکړی.

وروسته له هغې چې  زما دوه کلنه ویزه ختمه شي، آیا زه به د کار کولو اجازه ولرم؟

 

·       ستاسو د کار دوه کلن کارتونه د پای نېټې لري چې ممکن ستاسو د دوه کلنې ویزې سره توپیر ولري. تر هغې چې ستاسو د دوه کلن کارتونو موده نه وي ختمه شوې، تاسي کولای شی کار وکړی. که چېري ستاسو د دوه کلن کارتونو موده ختمه شوه، تاسي باید نوي دوه کلن کارتونه تر لاسه کړئ. دا چې څنګه کولای شی نوي دوه کلن کارتونه تر لاسه کړی، لاندني معلوماتو ته مراجعه وکړی.

که چېري زما د اسایلم قضیه استول شوې وي، زه کولای شم د نوي‌ دوه کلن کارت غوښتنه وکړم؟ 

·       که چېري مو خپل د اسایلم غوښتنلیک استولی وي او ۱۵۰ ورځې یې له استولو تیري شوي وي، تاسي او ستاسو د کورنۍ غړي کولای شی چې د کار نوي کارتونو غوښتنه وکړي. که تاسي فکر کوی چې پر شرایطو برابر یاست او تر اوسه مو د نوي کارتونو غوښتنه نه وي کړې، تاسي کولای شی د اسایلم کلنیک-کنزاس سېټي دفتر سره اړیکه ونیسی. د واټساپ شمېره 816-536-8231. د دفتر شميره: 816- 722-3444. ستاسو پیغام ته به د رسمي ساعتونو په لړ کې- له دوشنبې تر جمعې،  له سهار ۹:۰۰ بجې تر مازدیګر ۵:۰۰ ، ځواب درکول شی

·       سره له دې،  د امریکا د کډوالۍ او تابعیت ادارې (USCIS) اعلان کړی، هغه کسان چې د اسایلم قضیې لري، په اتوماتیکه توګه یې دوه کلنه بشردوستانه ویزې غزېږي. او د دوو کلو د کار اجازه به ورکول کېږي. کله چې ستاسو ویزه وغزېده، ستاسو اوسنۍ دوه کلن کارت (د کار اجازه کارت) به هم وغزېږي. د امریکا د کډوالۍ او تابعیت اداره به تاسو ته د آی-۷۹۷ سي په نوم یوه فورمه درلېږي. تاسو کولای شی یاده فورمه د کار د اجازې په توګه وکاروی.  

که چېري زه د ایس-آی-وي قضیه ولرم، آیا زه کولای شم نوی دوه کلن کارت تر لاسه کړم؟

  • که چېري تاسي د اسایلم یا ګرین کارت قضیې ونلری، تاسي باید ژر تر ژره د خپلې دوه کلنې ویزې تمدید ته اپلای وکړئ. کله چې د امریکې د کډوالۍ او تابعیت ادارې (USCIS) ستاسو د تمدید غوښتنه ومنله، تاسو ته به دوه کلن د کار کارت هم درکړي. د امریکا د کډوالۍ او تابعیت اداره به تاسو ته د آی-۷۹۷ سي په نوم یوه فورمه در ولېږي. تاسو کولای شی یاده فورمه د کار د اجازې په توګه وکاروی.

که چېري زما د ګرین کارت غوښتنلیک استول شوی وي، آیا زه کولای شم چې نوی دوه کلن کارت تر لاسه کړم؟

  • کله چې تاسي خپل د ګرین کارت غوښتنلیک استوی، تاسي کولای شی د کار د نوي کارت غوښتنه هم وکړی. که تاسي دا غوښتنه هغه وخت نه وي کړې، اوس کولای شی چې و یې کړی.

  • سره له دې،  د امریکا د کډوالۍ او تابعیت ادارې (USCIS) اعلان کړی، هغه کسان چې د ګرین کارت قضیې لري، په اتوماتیکه توګه یې دوه کلنه بشردوستانه ویزې غزېږي. او د دوو کلو د کار اجازه به ورکول کېږي. کله چې ستاسو ویزه وغزېده، ستاسو اوسنۍ دوه کلن کارت به هم وغزېږي. د امریکا د کډوالۍ او تابعیت اداره به تاسو ته د ( آی- ۷۹۷ سي) په نوم یوه فورمه درلېږي. تاسو کولای شی یاده فورمه د کار د اجازې په توګه وکاروی.  

که چېري زما د ټي -پي- ایس غوښتنلیک استول شوی وي، آیا زه کولای شم چې نوی دوه کلن کارت تر لاسه کړم؟

  • کله چې تاسي د ټي-پي-ایس غوښتنلیک استوی، تاسي کولای شی چې د کار د نوي کارت غوښتنه هم وکړی. که چېري تاسو داسي نه وي کړي، تاسي کولای شی چې همدا اوس د نوي کارت غوښتنه وکړی.

  • که چېري تاسي اسایلم یا ګرین کارت قضیې ونلری، تاسي باید سم دستي د خپلي بشردوستانه ویزو د تمدید غوښتنه وکړئ. کله چې ستاسو ویزه وغزېده، ستاسو اوسنۍ دوه کلن کارت به هم وغزېږي. د امریکا د کډوالۍ او تابعیت اداره به تاسو ته د ( آی- ۷۹۷ سي) په نوم یوه فورمه درلېږي. تاسو کولای شی یاده فورمه د کار د اجازې په توګه وکاروی.  

د بشردوستانه ویزې تمدید

بشردوستانه ویزه څه ده؟ آیا زه کولای شم تر لاسه یې کړم؟

  • د امریکې د کډوالۍ او تابعیت ادارې (USCIS) په ۲۰۲۳ کې اعلان وکړ  چې د افغانانو دوه کلنې ویزې به تمدید کړي تر څو افغانان و کولای شي د دوو کلو لپاره امریکې کې پاتې شي او به قانوني توګه کار وکړي.

  • تاسي کولای شی چې د دوه کلنې بشردوستانه ویزې غوښتنه وکړی که ستاسو آی-۹۴ فورمه باندی (OAR) یا (PAR) لیکلي وي.

څنګه کولای شم دوه کلنه ویزه تر لاسه کړم؟

  • د امریکې د کډوالۍ او تابعیت ادارې اعلام کړی، هغه افغانان چې بشردوستانه ویزې لري او د ګرین کارت او اسایلم غوښتنلیکونه یې تر کار لاندي وي، ویزې به یې له یادي ادارې له خوا تمدیدیږي. نو که چېري تاسي د اسایلم یا ګرین کارت قضیې لری، اوس لپاره ضرورت نلری څه وکړی تر څو ستاسو او ستاسو د کورنۍ ویزې تمدید شي. دا  معلومه نده چې د یادو کسانو دویزو تمدید به څومره وخت نیسي.

  • که تاسي د ګرین کارت یا اسایلم قضیې نلری، نو سم دستي د دوه کلن بشردوستانه ویزو د تمدید غوښتنه وکړئ. تاسي کولای شی چې غوښتنه مو د آی -۱۳۱ فورمې په ډکولو سره او استولو سره تر سره کړی. خو تر اوسه واضح نده چې  ستاسو له غوښتنې وروسته به څومره وخت ونیسي تر څو ستاسو د ویزې د تمدید غوښتنلیک قبول شي.

  • که چېري تاسو تر اوسه د دوه کلنې ویزې تمدید غوښتنه نه وي کړې، کولای شی  چې د کنزاس سیټي – اسایلم کلنیک سره اړیکه ونیسی او د مرستې غوښتنه وکړی. د واټساپ شمېره 816-536-8231. د دفتر شميره: 816- 722-3444. ستاسو پیغام ته به د رسمي ساعتونو په لړ کې- له دوشنبې تر جمعې،  له سهار ۹:۰۰ بجې تر مازدیګر ۵:۰۰ ، ځواب درکول شی.

  • د بشردوستانه ویزو د تمدید په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره، له لاندني آدرس څخه کتنه وکړی: www.uscis.gov/humanitarian/information-for-afghan-nationals/re-parole-process-for-certain-afghans

Asylum Assistance

له تاسو په درنښت هیله کېږي چې د حقوقي خدماتو لاندنی غوښتنلیک صرف په هغه صورت کې ډک کړی چې له لاندني مواردو، حداقل یو سم وي

  • ستاسو دو کلنه ویزه ختمه شوې ده؛

  • ستاسو دوه کلنه بشردوستانه ویزه تمدید شوې نه ده؛

  • تاسي تر اوسه اسایلم ته غوښتنلیک نه دی استولی.

د حقوقي خدماتو غوښتنه

CONTACT US

Asylum Clinic Kansas City

North Kansas City, MO

For Referral See Contact Page

Careers

Registered 501(c)(3) Nonprofit Organization

asylumclinickc.org

SUPPORT US

Donate to our life-changing work. 

FOLLOW US

  • Facebook
  • LinkedIn

© 2022 Asylum Clinic Kansas City

bottom of page