Afghan Recent Changes FAQ- Updated 12.12.2025
که زه د افغانستان اوسېدونکی یم، د واشنګټن ډي سي په پېښه کې د دوو ملي ګارد ساتونکو په وژل کېدو سره د کډوالۍ د پروسې او پالیسۍ وروستي بدلونونه به زه او زما کورنۍ څنګه اغېزمن کړي؟
۱. که تاسو کوم ډول کډوالۍ غوښتنلیک لرئ چې لا پرې فیصله نه ده شوې:
ا. USCIS د ټولو افغان اتباعو او د سفر بندیز لاندې نورو هیوادونو د اتباعو لپاره د ټولو فورمو وروستۍ پرېکړې (منظوري یا رد) او همدارنګه د تابعیت د قسم مراسم ځنډولي دي. تمه کېږي چې دا نوې پالیسي به ستاسو او ستاسو د کورنۍ د غوښتنلیکونو پرېکړې وځنډوي.
ب. USCIS یو لارښود هم خپور کړی چې له مخې یې د افغانستان څخه کډوالو د پلټنې پر مهال “منفي، هیواد پورې تړلي عوامل” په پام کې نیول کېږي. تمه کیږي چې دا نوې لارښوونه به د افغانانو لپاره د پناه، دایمي استوګنې (ګرین کارټ) او تابعیت ترلاسه کول لا ستونزمن کړي. خو تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې دا لارښوونه به څنګه عملي شي.
۲. که ستاسو پر پناه غوښتنلیک (اسایلم) تر اوسه فیصله نه وي شوې:
ا. USCIS خپل افسرانو ته یو پالیسي یاداښت صادر کړی دی چې له مخې یې د اسایلم غوښتنلیک چې له افغانانو لخوا غوښتل شوي وي ودروي. نو که څه هم USCIS بیا د افغانانو کډوالي غوښتنې پروسس پیل کړي، ستاسو د اسایلم غوښتنلیک پرېکړه به بیا هم ځنډیږي. په دې اړه مو معلومات دي چې مرکې نه دي ځنډول شوي، نو دا ممکنه ده چې تاسو ته د مرکې نیټه وټاکل شي.
۳. که تاسو پناه غوښتونکی یاست او د ګرین کارټ غوښتنلیک مو (فورمه I-485 ) لا پرې فیصله نه وي شوې:
ا. د USCIS مشر جو اډلو یو داخلي یادښت خپور کړی چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۲۰مې پورې د ټولو منظور شویو پناه غوښتونکو د کیسونو بیا کتنه او احتمالي بیا مرکې امر شوې ده. دا یادښت همدارنګه امر کوي چې د دې مودې په ترڅ کې راغلي پناه غوښتونکو، د هغوی د کورنۍ غړو او تعقیبي (follow-to-join) پناه غوښتونکو د استوګنې د وضعیت د تعدیل یا ګرین کارټ غوښتنلیکونه وځنډول شي. تمه کیږي چې دا نوې پالیسي به ستاسو د ګرین کارټ پرېکړه ځنډوي، حتی که USCIS بیا د افغانانو غوښتنلیکونه پروسس کړي.
۴. که تاسو په بهر هېواد کې د کورنۍ غړي لپاره غوښتنلیک لرئ چې امریکا ته راشي:
ا. که تاسو د خپل د کورنۍ غړي لپاره د تعقیبي یوځای کېدو (Follow-to-Join) غوښتنلیک فورمه I-730 یا (I-824) په تمه یاست، USCIS اعلان کړی چې د افغانستان او د سفر بندیز لاندې نورو هیوادونو د غوښتونکو ټول کډوالۍ غوښتنلیکونه یې ځنډولي دي. تمه کېږي چې دا نوې پالیسي به ستاسو د کورنۍ غوښتنلیکونو پرېکړې وځنډوي.
ب. که ستاسو فورمه I-730 (د پناه غوښتونکي/پناه اخیستونکي د خپلوانو پټیشن) منظوره شوې وي، د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې اعلان شوی سفري بندیز اوس په I-730 فورمو هم پلي کیږي. نو حتی که ستاسو د کورنۍ غړي په سفارت کې مرکه بریالۍ کړي، ویزه به ور نه کړل شي.
ج. که تاسو د افغان ځانګړي کډوالۍ ویزې (SIV) لرونکی یاست او ستاسو د کورنۍ غړي DS-260 لا بشپړه نه ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په X کې اعلان کړی چې “د افغان پاسپورټونو په اساس د سفر کوونکو لپاره د ویزې ورکولو سمدستي ځنډول” یې کړي دي. نو حتی که ستاسو د کورنۍ غړي مرکه بریالۍ کړي، ویزه به ورنه کړل شي. خو مرکې نه دي ځنډول شوي، نو ممکنه ده چې مرکه وټاکل شي
۵. که تاسو د کار اجازه اسناد (EAD) غوښتنلیک لرئ چې لا پرې فیصله نه ده شوې:
۱. USCIS د خپل پالیسۍ لارښود تازه کړی او د کار د اجازې اسنادو (EAD) اعظمي اعتبار یې د ۵ کلونو څخه ۱۸ میاشتو ته راښکته کړی دی. هغه غوښتونکي چې لنډ اعتبار به ولري په کې پناه اخیستونکي، کډوال، د پناه او ګرین کارټ غوښتونکي شامل دي.
۶. که تاسو ته پناه، کډوال حیثیت، ګرین کارټ یا کومه بله کډوالۍ ګټه درکړل شوې وي:
۱. USCIS خپلو افسرانو ته یو پالیسي یادښت خپور کړی چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۰ یا وروسته امریکا ته داخل شوو ټولو افغانانو د منظور شویو ګټو جامع بیا کتنه وکړي. په ځانګړي ډول، USCIS افسرانو ته لارښوونه شوې چې په دې اړه بشپړه بیا کتنه وکړي چې آیا غوښتونکی پیژندل شوی یا شکمن تروریست دی، د تروریستي ډلو سره تړاو لري، غواړي په امریکا کې غیر قانوني فعالیتونه ترسره کړي، داسې سازمان سره تړاو لري چې ټولنې ته جدي زیان یا خطر پېښولی شي، یا یې هویت نه دی ثابت شوی.
۷. که تاسو ته د کډوال حیثیت درکړل شوی وي:
د USCIS مشر یو داخلي یادښت خپور کړی چې USCIS ته یې امر کړی چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ ۲۰ پورې ټولې د کډوالو منظورۍ بیا وڅیړي او امکان لري بیا مرکه وکړي. دا یادښت همدارنګه USCIS ته امر کوي چې د دې مودې په ترڅ کې داخل شوو کډوالو، د هغوی د کورنۍ غړو او تعقیبي کډوالو د ګرین کارت غوښتنلیکونه پروسس نه کړي. USCIS به د وړتیا ټول معیارونه وڅیړي. یادښت په ځانګړي ډول ټینګار کوي چې دا به وڅیړي آیا غوښتونکی د کډوال حیثیت لپاره نااهله دی ځکه چې هغه پر نورو د هغوی د نسل، دین، قومیت، سیاسي نظر یا د ټولنیزې ډلې د غړیتوب پر بنسټ ظلم کړی وي
